د طالبانو د محدودیتونو له وجې ښځې کاروباري مشکلات لري
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه دوام لري. خو په هغه هېواد کې افغان ښځو په کورونو کې واړه کاروبارونه پیل کړي دي چې پکې نورو ښځو ته هم کار ورکوي. البته په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مشران وايي چې د طالبانو د محدودیتونو له وجې د ښځو کاروبارونه هم ګران شوي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.