د پي ټي ای قافلې له صوابۍ د اسلام اباد پر لوري روانې دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مشران او غړي په اسلام اباد کې د نومبر ۲۴مې په احتجاج کې د ګډون لپاره له پېښور او صوابۍ تر تېرېدو وروسته د هېواد پلازمېنې پر لوري خوځېدلې ده. خو د پاکستان حکومت پلازمېنې ته تلونکې بېلابېلې لارې تړلې دي. د تحریک انصاف زنداني بنسټګر عمران خان د نومبر پر ۱۳مه پر خپلو غړو او پلویانو په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی وو چې موخه یې د ګوند د زنداني ملګرو خوشې کول او د ۲۶م اییني ترمیم ختمول دي. ویډیويي رپورټ.