متحده عرب اماراتو د يو يهودي راهب د وژنې په تور ۳ کسان نيولي

د وژل شوی یهودي مذهبي مشر، زوې ووګن پخوانی انځور.

د امریکې سپینې ماڼي یا وایټ هاوس په متحده عرب اماراتو کې د مالدووا هېواد د يوه یهودي مذهبي مشر وژنه غندلې ده.

د نومبر پر ۲۴مه سپینې ماڼۍ په یو بیان کې وويل چې د یهودي راهب وژنه د هغو ټولو پرضد يو جرم دی چې د سولې، زغم او د ګډ سوليیز ژوند کولو لپاره مبارزه کوي. بیان زیاتوي چې دا حمله د متحده عرب اماراتو دهغو اصولو پر ضد هم یو ګوزار دی چی دسختدريځې بنسټ پالۍ مخالفت کوي.

متحده عرب اماراتو د نومبر پر ۲۴مه وويل چې د زوې ووګن په نوم د پېژندل شوي کس د وژنې په تړاو يې ۳ مشکوکه کسان نيولي دي. ووګن په اماراتو کې د چباد په نوم د یهوديانو محافظه کارې ډلې لپاره کار کاوه. دا ډله په اماراتو کې د اوسېدونکو او هلته د ورتلونکو یهودیانو مرسته کوي.

د متحده عرب اماراتو کورنيوو چارو وزارت د نیول شوو کسانو په اړه نور معلومات نه دې ورکړي. وژل شوی کس د نومبر له ۲۲ څخه ورک وو چې وروسته يې مړی د عمان له پولې سره نېزدې په العين کې وموندل شو.

د اسراييل حکومت هغه حمله "یهود دښمنه ترهګر بريد" بللی دی.