په کورمه کې شيعه او سني ډلو مړي او یرغمليان تبادله کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې اهل تشيع او سنيانو د وژل شويو کسانو د جسدونو او د يرغمليانو تبادله کړې ده. د نومبر پر ۲۵مه د بګن سیمې مشرانو ضلعي انتظامي او پوځي افسرانو ته د شيعه وګړو څلور مړي وروسپارل او له هغې خوا يې پينځه يرغمل سنۍ مېرمنې ترلاسه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو ډلو ترمينځ تاوتريخوالی لا هم پای ته نه دی رسېدلی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.