مايک هرزوګ: د اسرايیل او حزب الله ښايي د ډز بندۍ تړون ته ورسېږي

د اسراییل وزیراعظم بینیامین نېتن یاهو له پوځي مشرتابه سره. (انځور: ارشیف)

د واشنګټن لپاره د اسراييلو سفير ويلي چې د هغه د هېواد او حزب الله ترمینځ د جګړې ختمولو لپاره په راتلونکو څو ورځو کې ښايي د ډز بندۍ تړون ته ورسېږي.

امريکا حزب الله ترهګره ډله ګرځولې او اروپايي ټولنې يې پوځي ډله په تور لېسټ کې شامله کړې ده.

مايک هرزوګ د نومبر پر ۲۵مه ڼېټه د اسراييلو پوځي راډيو ته ويلي چې پر ځينو نکتو لا خبرې روانې دي او هرډول تړون به د حکومت رضا ته اړتیا لري.

البته هغه زیاته کړه چې دوی تړون ته نېزدې شوي دي. د دواړو خواوو ترمینځ تاوتریخوالی له تېرو دوو میاشتو راهیسې په بشپړې جګړې اوښتی دی.

حزب‌ الله یوه وسلواله ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب ډېری برخې کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري.