د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته د درو ۵۰ اووره يا يو ورځنيو سیاليو په دويمه لوبه کې په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړې ده.
د نومبر پر ۲۶مه په بولاوايو کې کوربه زېمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او په ۳۳م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې وکړې. د پاکستان محمد ابرار تر ټولې زياتې، څلور وېکټې واخیستې.
پاکستانۍ لوبډلې دا هدف په ۱۹م اوور کې بې له کوم لوبغاړي سوځېدو پوره کړ.
د پاکستان صايم ایوب ۱۱۳ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
تر دې وړاندې، د نومبر پر ۲۴مه د دې لوبلړۍ لومړۍ سيالي زېمبابوې ګټلې وه.
د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ سیالي د نومبر پر ۲۸مه په بولاوايو کې کېږي.