د تحریک انصاف تر احتجاج وروسته اسلام اباد کې وضعیت عادي شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره تر احتجاج وروسته په ښار کې وضعیت عادي شوی دی. امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال په زور د هغه ګوند د غړو او پلویانو احتجاج ختم کړ. د اسلام اباد پولیس وايي چې څه باندې ۹۵۰ کسان یې نیولي چې ورڅخه یې ۱۹ افغانان دي. د اسلام اباد انتظامیې د نومبر پر ۲۷مه په ښار کې د پاکۍ چارې ترسره کړې او په اخ و ډب او تاوتریخوالي کې یې سوځول او زیانمن شوي ګاډي لیرې کړل. د مشال راډیو او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.