د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې پر ښځو د تشدد خلاف لاريونونه شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره په داسې حال کې احتجاجي مظاهرې شوې دي چې ملګري ملتونه سږکال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډېسېمبر تر ۱۰مې پر ښځو د تشدد د مخنيوي ۱۶ ورځنی کېمپين ترسره کوي. لاريونوالو د احتجاج پر مهال غوښتنه وکړه چې حکومتونه دې پر ښځو د تشدد د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د رويټرز، فرانس پرېس او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ويډيوګانو جوړ رپورټ