جمایمې اپرېدۍ د اروپايي ټولنې د لورېنزو نتالي نړیواله جایزه ګټلې

جمایمه اپرېدۍ د نومبر پر ۲۶مه د لورېنزو نتالي جایزې ګټلو غونډې ته وینا کوي.

د خیبر ضلعې د لواړګي يوې خبريالې جمايمې اپرېدۍ د اروپايي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د لورېنزو نتالي نړيواله جایزه ګټلې ده.

د کمېشن د نړيوالو شراکتداریو څانګې د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ويلي چې نوموړې ته دا جایزه د "ټوکېدونکو خبریالانو (Emerging Journalists)" په برخه کې ورکړل شوې.

اپرېدۍ د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې جایزه یې په انګرېزۍ ډان ورځپاڼې کې خپاره شوي هغه راپور لپاره ګټلې چې د پاکستاني حکومت له خوا د افغان کډوالو ښځو د اېستل کېدو په اړه وو.

له دې پرته، سږکال د تحقیقاتي ژورنالېزم، اوږد راپور او د انځورونو یا فوټو ژورنالېزم په برخه کې د نړۍ درو نورو خبریالانو ته هم دا جایزه ورکړل شوې ده.

اروپايي کمېشن په خپله ووبپاڼه ليکلي چې د خپل پخواني مرستيال او اېټالیوي سياستوال لورېنزو نتالي په نامه هغه معتبرې جایزې هر کال خبریالانو ته د جمهوريت د ودې او بیان ازدۍ پياوړي کېدو ته په پام ورکوي.