ډانلډ ټرمپ خپل پخوانی سلاکار د روسيې او اوکراین لپاره ځانګړی استازی نومولی دی

امریکا د پوځ متقاعد جنرال کیت کېلاګ له ډانلډ ټرمپ سره ناست دی - پخوانی انځور

د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ کیت کېلاګ د روسیې او اوکراین لپاره د خپل راتلونکي حکومت د ځانګړي استازي په توګه نومولی دی.

کېلاګ د امریکا د پوځ متقاعد لېفټېننټ جنرال دی او تر دې وړاندې په دفاعي چارو کې د ټرمپ مهم سلاکار پاتې شوی دی.

ټرمپ پر ټولنیزو شبکو لیکلي: "کیت د یو پیاوړي نظامي او سوداګریزو دندو مشري کړې ده. په هغو ماموریتونو کې زما په لومړۍ اداره کې د ملي امنیت پر خورا حساسو څوکیو کار هم شامل دی."

د کېلاګ نوم تر هغې وروسته په ډاګه شو چې ډانلډ ټرمپ پر اوکراین د روسیې تر بشپړ یرغل وروسته د اوسني امریکايي حکومت له خوا کییف ته د مېلیاردونو (اربونو) ډالرو ورکولو پر پرېکړه انتقاد وکړ.

نوموړي د انتخاباتي کیمپېن پر مهال ویلي ول چې که بیا سپینې ماڼۍ ته ورسېد نو د اوکراین او روسیې جګړه په ۲۴ ساعتونو کې پای ته رسولای شي. د هغه له دې بیانه داسې انګېرل شوې چې ګواکې اوکراین باید هغه سیمې تسلیم کړي چې اوسمهال روسیې ورڅخه نیولې دي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فرورۍ کې پر اوکراین حمله وکړه او له هغه وخت راهیسې هلته جګړه روانه ده. امریکا او اروپایي ټولنه په هغه جګړه کې له اوکراین سره هر اړخیزې مرستې کوي.

د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د هغه تر لوړې وروسته پیلېږي.