شنونکي: د کورمې غم نه خوړل او د اسلام اباد احتجاج ته تګ ډېره د فکر خبره ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په تېرو ورځو کې په اسلام اباد کې پولیسو او امنیتي ځواکونو د تحریک انصاف د زنداني بنسټګر خوشې کولو لپاره احتجاج په زور ختم کړ. حکومت او هغه ګوند دواړه وايي چې د مظاهرچیانو اکثریت ګډونوال له خیبر پښتونخوا ورغلي ول. تر دې مخکې هم د تحریک انصاف په ډېریو مظاهرو کې لویه برخه د پښتنو وه. دا په داسې حال کې ده چې د پښتنو خپله خاوره له ناامنۍ او تشدد سره مخامخ ده خو هغوی یې پر وړاندې د یو منظم او متحد تحریک په پرمخ وړلو کې پاتې راغلي دي. دا چې ولې؟ ځواب یې په رپورټ کې درکوو.