پر اوکراین د روسیې برید تر یو مېلیون زیات خلک له برېښنا بې برخې کړي

د اوکراین پر اوډیسه ښار د روسیې د ډرون برید په پایله کې پر یو کور اور لګېدلی دی: انځور ۲۰۲۴م نومبر ۲۹

د اوکراین پر بېخبنا د روسیې لخوا د ترسره شوي د ۲۹م اکتوبر په "لوی" برید کې د هېواد تر یو مېلیون زیات وګړي په سخته یخنۍ کې له برېښنا بې برخې شوي دي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر روسیې په "زښته ناوړه" توګه د "ترینګلتیا" زیاتولو تور پورې کړی دی او د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په حمله کې د هېواد په نهو سیمو کې بېخبنا زیانمنه شوې ده.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین دعوه کړې ده چې هغه برید د اوکراین له لوري پر روسۍ خاوره د امریکايي منځني واټن ویشتونکو توغندیو حملې ته د مسکو "غبرګون" وو. نوموړي د قازقستان د سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې د روسیې په راتلونکو اهدافو کې په کییف کې د "پرېکړو کولو مرکزونه" هم شاملېدای شي. ده وویل چې هېواد یې پرون په "جامع حمله" کې تر ۹۰ زیات توغندي او ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکې وکارولې او ۱۷ اهداف یې وویشتل.

پوتین په ډېرو کمو مواردو کې دا ډول جزییات شریکوي. د اوکراین هوايي ځواک ویلي دي چې ۷۹ توغندي او ۳۵ ډرونونه یې په فضا کې وویشتل.