مولانا فضل الرحمان: د پاکستان امنیتي ادارې په سیاسي چارو کې مداخله کوي

مولانا فضل الرحمان د مشال راډیو خبریال غلام غوث سره خبرې کوي: انځور له ارشیفه

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا پر امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تور پورې کړی دی.

نوموړي د نومبر پر ۲۸مه د سیند په سکر کې د خپل ګوند له لوري د "سیند باب الاسلام" په نوم غونډې ته په وینا کې وویل: " د اېسټیبلېشمنټ او د شخصي ګټو غوښتونکو سیاستوالانو د ناسمو تګلارو او خرابې واکمنۍ له وجې په پاکستان کې وضعیت خراب دی، د خلکو وینې بهېږي، حقونه یې غصبېږي او د ولسونو وسایل غلا کېږي."

نوموړي یو ځل بیا وویل چې سږ کال (۲۰۲۴م کال) د فبرورۍ پر اتمه شوي انتخابات یې نه منلي ول او نه یې مني. ده زیاته کړه چې د انتخاباتو په نتیجه کې جوړ پارلېمان د ولس د غوښتنو ښکارندويي نه کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې مخکې هم په بیا بیا پر امنیتي ادارې په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تور پورې کړی چې پوځ یې ردوي. پوځ وايي چې په سیاست کې هېڅ مداخله نه کوي او یوازې د جمهوري حکومت ملاتړ کوي. د پاکستان انتخاباتي کمېشن او پخواني لنډمهالي حکومت تر سږنیو انتخاباتو وروسته په بیا بیا د درغلۍ تورونه رد کړي او وايي چې ټاکنې رڼې، خپلواکې او منصفانه وې.