ایران او درې اروپايي هیوادونه پرخبرو جاري ساتلو سلا شوي

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې غړو په دې وروستیو کې د ایران پرضد یو اعتراضي پریکړه لیک منظور کړ. (انځور: ارشیف)

ایران او دریو اروپایي هیوادونو په جنیوا کې له یوې غونډې وروسته په نږدې راتلونکي کې خپلو خبرو ته په دوام ورکولو موافقه کړیده.

د ایران، بریتانیې، ، فرانسې او جرمني مرکچیانو د نومبر پر ۲۹ په د سویټزرلېنډ په جنېوا کې سره وکتل او د ایران د اټومي پروګرام ، له روسیې سره د ایران پر پوځي ملاتړ او په منځني ختیځ کې د شخړو په ګډون یې پر یو لړ مسلو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې استخباراتي چارواکیو خبرداری ورکړی چې د تهران اټومي پراختیا په راتلونکو میاشتو کې یو "جدي ګواښ" رامنځ ته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي د نومبر پر ۲۹مه پرایکس ولیکل چې د سویس په ښار کې خبرې اترې په دې وروستیو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو او په ځانګړې توګه د اټومي مسلې او بندیزونو په لرې کولو متمرکزې وې.

بلخوا د بریتانیا او فرانسې د جاسوسۍ د ادارو مشرانو له روسیې سره د ایران د مخ په زیاتیدونکي اړیکو او د ایران د پراخیدونکي اټومي پروګرام په اړه خبرداری ورکړی دی.

په جنیوا کې دا غونډه له هغه یوه اونۍ وروسته ترسره شوه چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مشرتابه ۳۵ کسیزه ډلې د ایران پرضد یو اعتراضي پریکړه لیک منظور کړ.