په غزه کې د اسراییلو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي

د غزې په نصیرات کیمپ کې یو کس د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د اسراییلو برید کې ړنګې شوې ودانۍ ته ګوري.

په غزه کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې د اسراییلو ځواکونو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو په ټوله تړانګه کې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

روغتیايي کارکوونکي وايي چې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د غزې د مرکزي برخې په نصیرات کیمپ کې پر یو کور د اسراییلو په حمله کې شپږ تنه ووژل شول او په غزې ښار کې پر یو کور په بل برید کې درې تنه ووژل شول.

د اسراییلو پوځ ویلي دي چې په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې یې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، په سلګونو وسلوال وژلي دي. هغه هېواد هڅه کوي چې د هغې ډلې د بیا منظمېدو مخه ونیسي.

په همدې حال کې د حماس مشرانو په قاهره کې له مصریو امنیتي چارواکو سره خبرې کړې دي چې له اسراییلو سره یوې داسې موافقې ته د رسېدو لارې چارې ولټوي چې په نتیجه کې یې د فلسطینیو بندیانو په بدل کې یرغمل شوي کسان خوشې شي.