روسیې د راتلونکي کال لپاره د ۱۴۵ اربه ډالرو دفاعي پلان منظور کړی دی

په ماسکو کې د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ سره نېږدې خلک تېریږي ـ پخوانی انځور.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوه نوې، څو کلنه بودیجه منظوره کړې ده چې د راتلونکي کال لپاره پکې دفاعي لګښتونه په لوړه کچه ټاکل شوي دي.

د دفاعي لګښتونو دا لوړه کچه په ګوته کوي چې د اوکراین د ماتولو لپاره د روسیې په هوډ کې هیڅ کمی نه دی راغلی.

د منظورې شوې بودیجې مسوده چې د ډېسېمبر په لومړۍ نیټه د حکومت پر مرکزي ویب پاڼه خپره شوې، پکې راغلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې د ټولو لګښتونو ۳۵،۵ سلنه د ملي دفاع لپاره ځانګړې شوي دي.

دا د سږکال د راپور شوي۲۸،۳ سلنه څخه ډېر دی.

د لګښت دا پلان په تېرو لسو ورځو کې د روسیې د پارلېمان د دواړو جرګو لخوا منظور شوی وو، چې مالي ارزښت یې ۱۴۵ اربه ډالر جوړېږي.

د دفاع اړوند دا لګښتونه په هغه کچه دي چې د سړې جګړې راهیسې نه دي لیدل شوي.