امریکا اوکراین ته نورې پوځي مرستې ورکوي

دا د امريکايي ولسمشر جوبایډن او اوکرايني ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د ۲۰۲۴ز کال د سېپټېمبر پر ۲۶مه د شوي ملاقات انځور دی.

امریکايي چارواکو د ډېسېمبر پر دویمه د اوکراین لپاره د ۷۲۵ مېلیونه ډالرو نوو پوځي مرستو اعلان کړی دی.

په مرستو کې ځمکلاندې بمونه، د لوړ خوځښت توپچي راکټي نظام، د هوایي دفاع لپاره سټینګر توغندي او ډرونونه دي. امریکا تېره میاشت هم اوکراین ته د ځمکلاندې بمونو لومړنۍ بستې لیږدولو اعلان کړی وو.

د دې اقدام په اړه د امریکا دفاع وزیر لایډ اسټن ویلي چې دا مرستې اړینې دي ځکه چې روسي ځواکونه د خپلو پرمختګونو لپاره د ګاډو پر ځای له پیاده ځواکونو څخه کار اخلي.

د جو بایډن اداره د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دندې تر پیلولو وړاندې کییف ته د لا نورو مرستو په ورکولو کار کوي. ټرمپ د امریکا لخوا اوکراین ته د مرستو ورکړه په وار وار غندلې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په یو بیان کې دا نوې مرستې په بیړني توګه د اړتیا وړ وسلو او الاتو په برخه کې مهمې بللې دي.