د بلوچستان سیاسي ګوندونو د امنیت په خراب وضعیت ناخوښي ښوولې ده

د کوټې اورګاډي په سټیشن کې د چاودنې وروسته، د پولیسو سرتیري ګزمې ته ولاړ دي ـ د ۱۰م نومبر انځور.

په بلوچستان کې بېلابېلو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو د امنیتي وضعیت په اړه ناخوښي څرګنده ښوولې ده.

د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې خبري غونډې ته وینا په مهال د ګوندونو مشرانو وویل چې د صوبې حکومت د امنیت ټینګولو او د خلکو د ځان او مال د ساتنې په چارو کې پاتې راغلی دی.

د بلوچستان د اسمبلۍ غړي او د جماعت اسلامي صوبايي امیر مولانا هدایت الرحمان وویل چې حکومت دې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدامات وکړي. هغه غوښتنه وکړه چې په صوبه کې دې د بې درکه کسانو د خوشي کولو لپاره ګامونه واخیستل شي، د ایران او افغانستان سره د سوداګرۍ لارې دې له خنډونو پاکې شي، او د کوکنارو په کرنه دې بندیز ولګول شي.

هغه زیاته کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په دې موضوع لویه قبایلي جرګه وربلي چې پکې پر دې ټولو چارو به خبرې کږي.

په غونډه کې د جماعت اسلامي یو بل مشر زاهد اختر اعلان وکړ چې دوی به د نورو سیاسي ګوندونو په مرسته د صوبې د امنیتي ستونزو د هوارۍ لپاره احتجاجي تحریک پیلوي.

په غونډه کې شریک د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ صوبايي صدر نصرالله زیرې مشال راډیو ته وویل چې د اوسني حکومت له راتګ سره د پښتنو په سیمو کې ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. هغه د حکومت پر کمزوري کارونو نیوکه وکړه او د امنیت په اړه یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

دا هم وګورئ:

څېړنیز رپورټ: په پاکستان کې د نومبر په میاشت کې ۲۴۰ کسان وژل شوي ديد ژوب جرګې په کورمه کې پر فرقه ییز تاوتریخوالي او بلوچستان کې پر ناامنۍ زښته اندېښنه ښوولېپه کوټه او خواوشا سیمو کې سوداګرو د ماشوم تښتول کېدو پر ضد کاربندیز کړی دی

خو د بلوچستان حکومت وايي چې دوی د امنیت د ټینګښت لپاره مختلفې لارې چارې لټوي. حکومتي ویاند شاهد رند له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره د وسلوالو پر وړاندې پوځي عملیات په پام کې نیول شوي دي. هغه زیاته کړه چې د تښتول شوي ۱۰ کلن ماشوم مصور خان د موندلو په اړه پرمختګ شوی، خو په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ.

مصور خان د نومبر پر ۱۵مه هغه وخت په کوټه کې د ملتاني محلې څخه نامعلومو کسانو وتښتاوه چې له کوره مدرسې ته روان وو. هغه د کوټې د یو صراف رازمحمد کاکړ زوی دی. د مصور خان د خلاصولو لپاره د نومبر پر ۱۹مه د کوټې په ښار کې کاروباریانو کاربندیز کړی وو.

تاجران او سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې حکومت دې تښتول شوی ماشوم زر تر زره پیدا او خوشی کړي.

د تښتول شوي ماشوم خپلوانو، تجارانو او د سیاسي‌ ګوندونو غړو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی او له هغه پرلت سره په ملګرتيا کې د صوبې وکیلانو د نومبر پر ۱۸مه، د احتجاج په توګه له عدالتو بایکاټ کړی وو.