د اوکراين بهرنيو چار وزارت د ډېسېمبر پر درېيمه ويلي چې یوازې د ناټو بشپړ غړيتوب یې د هېواد امنيت تضمينولی شي.
اوکراین په خبرپاڼه کې دا غوښتنه د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو تر غونډې څو ساعته مخکې کړې ده. دا غونډه د ډېسېمبر پر درېيمه په برسلز کې کېږي چې موضوع یې له اوکراين سره د روسیې د اشغال پر وړاندې پوځي مرستې دي.
د روسیې حکومت په دې اړه توند غبرګون ښوولی دی. د روسیې د ولسمشر وياند، ديمېتري پيسکوف د ډېسېمبر پر درېيمه په يو بیان کې وويل چې په ناټو کې د اوکراين غړيتوب روسیې ته د ګواښ دی چې د منلو وړ نه دی.
ناټو يو سیاسي او پوځي اتحاد دی چې د امريکا او کاناډا برسېره پکې ۳۰ اروپايي هېوادونو غړيتوب لري. دا اتحاد د روسیې د جګړې پر وړاندې د اوکراين ملاتړ کوي.