د تاجکستان له پلازمېنې سره نېږدې يوه ډرون الوتکه لوېدلې ده

ډرون الوتکه د ډېسېمبر پر درېیمه له پلازمېنې شاوخوا پینځه کېلومیټره لیرې پرېوتې.

په تاجکستان کې پولیسو او امنیتي چارواکو له پلازمېنې دوشنبې سره نېږدې يوه لويه سیمه وروسته تر هغه کلابنده کړه چې هلته یوه بې پیلوټه الوتکه په يوه نېږدې ښارګوټي کې ولوېده.

په هغه سیمه کې د تاجکستان او روسیې پوځي اډې دي.

چارواکو د هغه ډرون په اړه نور تفصيل نه دی ورکړی چې د ډېسېمبر پر درېيمه د تاجکستان له سرښار څخه یوازې پينځه کېلوميټره لیرې په شراره ښارګوټي کې غورځېدلی دی.

عیني شاهدانو د مشال راډيو تاجکستانۍ څانګې ته ځانګړې ویډیوګانې استولې دي چې پکې ښکاري چې ډرون مخکې له دې چې ځمکې ته ښکته شي د برېښنا له یوې ستنې سره وجنګېد.

په ویډیو کې ښکاري چې د پېښې په ځای کې اور بل دی او سیمه پولیسو او پوځیانو په چټکۍ محاصره کړه.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، پېښه د استوګنې سيمې ته څېرمه شوې، خو پکې د مرګژوبلې او کورونو ته د زيان رسېدو راپور نه شته.