د پنجاب اطلاعاتو وزیره وايي د جعلي ویډیو خپرېدو ډېره پرېشانه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په وروستیو کې په پاکستان کې پر انټرنېټ د سیاستوالانو او نومیالیو کسانو د بدنامولو او رسوا کولو لپاره جعلي ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي دي. په هغو کې یوه ویډیو د پنجاب د اطلاعاتو د وزیرې عظما بخاري هم ده. نوموړې وايي، د هغې ویډیو خپرېدو ډېره خفه کړه او پرضد یې عدالت ته درخواست ورکړ. په پاکستان کې د انټرنېټي او برېښنايي جرمونو پرضد قانون شته خو شنونکي وايي چې سم عمل ورباندې نه کېږي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.