د افغانستان په اوروزګان کې د یو ګاډي اوښتو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي.
د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه د ډېسېمبر پر اتمه سهار په خاص اوروزګان ولسوالۍ کې شوې ده.
چارواکو ویلي چې ګاډی د ډرېور د بې احتیاطۍ له وجې چپه شو، خو د سیمې اوسېدونکي د لارو د خرابولي شکایت کوي او وايي، له کبله یې ټرافیکي پېښې ډېرې کېږي.
په افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د قوانینو نه عملي کېدو، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د سړکونو خرابوالي، د خورا پخوانیو یا د ښي لاسو ګاډو استعمال او پر وخت د ګاډو معاینې او مرمت نه کولو له کبله پېښېږي چې مرګژوبله اړوي.
تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په هېلمند ولایت کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۱ ژوبل شوي ول. د طالبانو حکومتي چارواکو هغه مهال ویلي ول چې پېښه د یو مساپر لېږدوونکي بس، د تېلو ټانکر او موټرسایکل د ټکر له وجې شوې وه.
بي بي سي پښتو د چارواکو له قوله وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې څه باندې ۳،۰۰۰ ټرافیکي پېښې شوې وې او ډېره مرګژوبله پر لویو لارو اوښتې وه.