ایمان مزاري: په اسلام اباد کې ۳۰۰ پښتانه مزدوران نیول شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام‌اباد کې له ډېرې مودې راهیسې پښتانه بېلا بېلې مزدورۍ کوي خو په وروستیو کې هلته کارکونکي خلک شکایت کوي چې پولیس یې ځوروي او ځینې زندانونو ته اچوي. د بشري حقونو فعاله او وکیله، ایمان مزاري، وایي چې دوی د ۳۰۰ کسانو د نیول کېدو معلومات لري. خو د اسلام‌اباد پولیسو دا تورونه رد کړي او وایي چې یوازې هغه کسان نیول شوي چې په احتجاجونو کې یې برخه اخیستې یا په نورو جرمونو کې ښکېل دي. ویډیویي رپورټ