د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسراییلو پوځیانو په سوریه کې هغه ځایونه ویشتلي چې اوږد واټن توغندي پکې وو ترڅو دا وسلې د دوی دښمنانو لاس ته ونه لوېږي.
ګیدون سعار د ډېسېمبر پر نهمه وویل "یوازینۍ ګټه چې لرو، د اسراییل او د اسراییلو د ملکیانو امن دی."
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې له همدې امله یې د ستراتیژیکو وسلو پر دستګاوو بریدونه کړي، د بېلګې په توګه، د کیمیاوي وسلو پاتې شوني یا اوږد واټن میزایل او توغندي یې ویشتلي، ترڅو د افراطي ډلو لاس ته ونه لوېږي.
ګیدون سعار دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د سوریې وسلوال مخالفین د ډېسېمبر پر اتمه دمشق ته ورسېدل او تر ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې وروسته یې د ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور کړ.