چېکنګنیا او ډېنګي څه ډول ناروغۍ دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر چېکنګنیا او ډېنګي تبو غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دواړه وایرسي ناروغۍ دي چې د یو خاص ډول ماشي له چیچلو خپرېږي. سازمان وايي چې هغه ماشي عموماً ورځې مهال چیچل کوي. ډاکتران وايي چې د دواړو ناروغیو علامات یو بل ته ورته وي. په خپرونه کې د چېکنګنیا او ډېنګي پر علاماتو، تشخیص او ورڅخه د ځان ساتلو په اړه معلومات درکوو.