ملګري ملتونه: نېږدې ۱۸ مېلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

د افغانستان د جلال اباد ار په یو روغتون کې ناروغان او د هغوی پیوازي ناست دي ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یواین اېچ سي ار) ويلي دي چې په افغانستان کې نيږدې ۱۸ مېلیونه کسان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

د ډېسېمبر پر اتمه د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې د شري او د ماشومانو د خوارځواکۍ په ګډون د میندو او ماشومانو د درملنې وړ ناروغۍ، شدید اسهالات، ډېنګي، کانګو او د ملاریا تبې د هغه هېواد روغتیايي څانګه ننګوي.

د کډوالو ادارې راپور په افغانستان کې د روغتیايي ښځینه متخصصینو، نرسانو، او قابله ګانو پر کمښت هم اندېښنه ښوولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په ټولو طبي ادارو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې دا ډول بندیزونه او محدودیتونه به د افغانستان پر روغتیايي نظام اوږد مهاله ناوړه اغېزې ولري.