د سوریې (شام) په پلازمېنه دمشق کې نن (د ډېسېمبر پر ۱۰مه) سهار وختي د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د رپورټونو له مخې، اسراییلي ځواکونه د بشارالاسد رژیم تر ړنګېدو وروسته په منظمه توګه د سوریې پوځي مرکزونه په نخښه کوي.
په سوریه کې پر بشري حقونو نظر لرونکې لندن مېشتې ادارې د ډېسېمبر پر ۱۰مه په یو بیان کې ویلي دي چې اسراییليو ځواکونو د سوریې تر ټولو مهم پوځي مرکزونه ویجاړ کړي دي.
بیان زیاتوي چې اسراییلو د بشارالاسد حکومت تر ختمېدو وروسته د ګولان څوکو ته نژدې په حایله سیمه کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
ګولان څوکې هغه سیمه ده چې اسراییل قبضه کړې ده. دوی وايي هلته یې ځواکونو د امنیتي لاملونو له کبله ګومارلي دي.
د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي، اسراییلو په تېرو دوو ورځو کې د شام پر خاوره شاوخوا ۲۵۰ هوايي بریدونه کړي دي چې د دې هېواد پوځي وړتیاوې له مينځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې وسلوال مخالفین د ډېسېمبر پر اتمه دمشق ته ورسېدل او تر ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې وروسته یې د ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور کړ.