د افغانستان د طبي ادارو زده کوونکې د خپل راتلونکې په اړه اندېښمنې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په يوشمېر سيمو کې د طبي ادارو زده کوونکې وايي چې هغوی د خپل راتلونکې په اړه اندېښمنې دي. په هغه هېواد کې د طالبانو د مشر تر امر وروسته يوشمېر طبي پوهنتونونه او مرکزونه تړل شوي خو د ځينو مشران وايي چې په لیکلې بڼه د امر ترلاسه کېدو وروسته به یاد روزنیر مرکزونه تړي. دا تر هغه وروسته ده چې په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هبت‌ الله اخوندزاده د ډېسېمبر پر درېيمه امر وکړ چې د نجونو هغه طبي پوهنتونونه دې هم وتړل شي چې پکې هغوی د نرسنګ، قابله ګۍ، د غاښونو د ناروغيو او له لابراتوار سره د تړلو کارونو په اړه روزنې ورکوي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ