افغانستان او زېمبابوې نن د کرکټ لومړۍ ۲۰ اووره سیالي لري

زېمبابوې تر دې مخکې هم له افغانستان سره په خپل هېواد کې سیالۍ کړې دي - پخوانی انځور.

د افغانستان او د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د درو ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د هرارې په لوبغالي کې د ډېسېمبر ۱۱مې سیالي د کابل پر وخت د مازیګر پر څلورو او د پېښور پر څلور نیمو بجو پیلېږي.

ټاکل شوې چې د کوربه زېمبابوې او افغانستان ترمینځ دویمه ۲۰ اووره سیالي د ډېسېمبر پر ۱۳مه او وروستۍ یې د ډېسېمبر پر ۱۴مه وشي.

اخوا د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د ډېسېمبر پر ۱۰مه د ۲۰ اووره کرکټ د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

په ډربن کې لومړی بیټېنګ کوربه جنوبي افریقايۍ لوبډلې وکړ او د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۳ منډې وکړې. په ځوابي کې پاکستانۍ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړای شوې.

د جنوبي افریقا جارج لېنډې د څلورو وېکټو اخیستو او ۴۸ منډو په کولو د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه سیالي د ډېسېمبر پر ۱۳مه او وروستۍ یې د ډېسېمبر پر ۱۴مه وشي.