د افغانستان لپاره د امریکا او پاکستان ځانګړو استازو ملاقات کړی دی

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیره (ناظم الاموره) کیرن ډېکر یوې غونډې ته د وينا پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت ناظم الامورې (شارژدافېیرې) کیرن ډېکر په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ډېسېمبر پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ويلي چې له کیرن ډېکر سره یې د سيمې پر امن، ثبات او دوه اړخيزو چارو خبرې وکړې.

ډېکر لا په اسلام اباد کې له صادق سره د لیدو په اړه نه دي ويلي.

تر دې يوه ورځ مخکې، په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې، د افغانستان سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان له مرستيال وزیراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار سره ملاقات کړی وو. د ډار دفتر ويلي ول چې دواړو چارواکو د سیمې پر امنيت خبرې وکړې.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په کابل کې خپل سفارت وتاړه او څه موده وروسته یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې چارې پیل کړې.