د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني په چاودنه کې وژل شوی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د طالبانو حکومت وايي چې د هغوی د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کې په چاودنه کې وژل شوی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس (پخواني) ټوېټر په بیان کې چې نوموړی د ډېسېمبر پر ۱۱مه "تر غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید" کې ووژل شو. طالبان د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې لپاره کاروي. خو د حقاني د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې. تر دې مخکې سرچینو مشال راډیو او نورو رسنیو ته ویلي ول چې چاودنه د کډوالو وزارت په انګړ کې شوې چې پکې نورو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا معلوم نه دی. د اسوشېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.