سوات کې تاڼېدار وژل شوی او ۱ پوليس ژوبل دی

د خيبر پښتونخوا پوليس له امنيتي پوستې سره د تالاشۍ لپاره ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د وسلوالو په ډزو کې یو تاڼېدار وژل شوی او یو پولیس ژوبل دی.

د ضلعي پولیسو ویاند رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۲مه ماښام مهال په مینګوره کې د نشه يي توکو د کاروباریانو د نیولو لپاره ناکه لګولې وه چې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې چې پکې د منګلور تاڼېدار ووژل شو.

بیان وايي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی او بل تښتېدلی دی چې لټون یې روان دی.

پر پولیسو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په سوات کې تر دې وړاندې پر پوليسو يوشمېر بريدونه شوي دي چې هغوی ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د سوات ولس پر پولیسو د بريدونو او هلته د ناامنۍ د پېښو پرضد په وار وار مظاهرې، احتجاجونه، لاريونونه او جرګې کړې دي او هوډ يې ښودلی چې په خپله سیمه کې به د ناامنۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم ويلي دي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عمليات روان دي.