د برازیل ۸۲ کلنه مېرمن د غرونو او غونډویو سر ته څنګه خیژي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په برازیل کې یوه ۸۲ کلنه مېرمن د غرونو ختلو هنر لري. هغې د دې وړتیا ساتلو لپاره خپل ځان پیاوړی ساتلی او باور لري چې ښه خواړه او ورزش ورته ډېر مهم دي. هغه د څو کلونو راهیسې غوښه نه خوري او یوازې په سبزیجاتو خوړولو ژوند تېروي. که څه هم هغې ته د غرونو سرونو ته ختل ستونزمن دي، خو وايي چې ځان د دې لپاره بیداره او قوي ساتي. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ