د امریکا د بهرنیو چارو وزیر عراق ته تللی دی

انتوني بلینکن د دسمبر پر ۱۳مه د عراق له وزیراعظم محمد شیعه السوډاني سره  د لیدو پرمهال.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یو نااعلان شوي سفر عراق ته رسیدلی دی.

انتوني بلینکن د دسمبر پر ۱۳مه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د دې هیواد له وزیراعظم محمد شیعه السوډاني سره تر یوه ساعت زیاته ناسته کړې ده.

نوموړی په داسې وخت کې عراق ته تللی چې نړیواله ټولنه د شام د حکومت د نسکوریدو له اغیزو سره لاس او ګریوان ده.

دا په ترکیه او اردن کې د هغه د وروستیو ملاقاتونه د لړۍ برخه ده چې مرام یې د یاغي ځواکونو لخوا د بشارالاسد د رژیم تر ناڅاپي سقوطه وروسته د شام په اړه د یو کړنلارې همغږي کول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه اړه د ډیسمبر پر ۱۳مه پرخپله ایکس پاڼه ولیکل چې په ملاقات کې یې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر حقان فیضان سره د شام د وضعیت او د شامیانو په مشرۍ د شام د واک د انتقال پر اهمیت خبرې اترې وکړې.

انتوني بلېنکن زیاته کړې چې په لیدنه کې یې د لږکیو په ګډون د شام د حقونو او ازادیو د ساتنې د اړتیا په اړه هم خبرې کړي دي.

بلینکن مخکې ویلي وو چې که چیرې د انتقال پروسه ټول شموله او شفافه وي نو د امریکا حکومت به د شام د نوي حکومت "په رسمیت سره وپېژني او بشپړ ملاتړ به یې وکړي.