بلېنکن تایید کړې چې هېواد یې له هیت تحریر الشام سره په رابطه کې دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اردن کې خبري غونډې ته د وینا په مهال.

امریکايي چارواکي له ترهګرې ګرځولې هغې وسلوالې ډلې سره مستقیماً په تماس کې دي چې په شام (سوریه) کې یې د ولسمشر بشارالاسد حکومت ړنګ کړی وو.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اردن کې خبري غونډې ته په وینا کې کړې ده.

نوموړی لومړی امريکايي چارواکی دی چې په ښکاره د بايډن انتظاميې او هیت تحریر الشام ترمینځ د رابطو پخلی کوي.

بلېنکن له هغې وسلوالې ډلې سره د امریکايي چارواکو د خبرو اترو تفصیل ور نه کړ البته زیاته يې کړه چې د امریکا لپاره له هغوی سره رابطه ضروري وه چې په انتقالي دوره کې یې له چلند او د حکومت کولو له پلانونو خبره شي او په دې اړه ورته پیغامونه ورسوي.

هیت تحریر الشام یو وخت د القاعده شبکې ملګرې ډله وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۸ز کال کې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لېسټ کې واچوله. له دې پرته اروپايي ټولنه او یوشمېر نور هېوادونه هم هیت تحریر الشام یوه ترهګره ډله بولي.