په یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱ پاکستانی وژل شوی او ۴۷ ژغورل شوي دي

د یونان ساحل ته نېږدې د کډوالو کښتۍ ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په یونان کې د بې اسناده کډوالو د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې یې یو وګړی وژل شوی دی.

رویټرز اژانس، الجزیره او فرانس ۲۴ ټېلېوېژنونو پر خپلو ووبپاڼو لیکلي دي چې کښتۍ د ډېسېمبر پر ۱۴مه د یونان له ګافدوس ټاپو سره نېږدې ډوبه شوه چې پکې پینځه تنه ووژل شول او لسګونه کسان ورک دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۵مه په بیان کې لیکلي دي چې د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته یونانیو ساحلي ساتونکو ۴۷ پاکستانیان ژغورلي دي.

وزارت وايي، د ورکو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري نو ځکه د وژل شویو او ورکو پاکستانیانو کره شمېر لا معلوم نه دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري د یونان تر پېښې وروسته چارواکو ته د انساني قاچاقبرانو (سمګلرانو) پر وړاندې د اقداماتو زیاتولو امر کړی دی. وزیراعظم شریف د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته د یونان د کښتۍ ډوبېدو پېښې په اړه ژر تر ژره د پلټنیز راپور تیارولو لارښوونه کړې ده.

له پاکستانه هر کال ګڼ وګړي د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او ښه ژوند په تکل په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته ځي. هغوی د انساني قاچاقبرانو په مرسته له خطرناکو لارو تېرېږي چې وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو د مرګونو پېښو ښکار کېږي.

د ۲۰۲۳ز کال په جون کې په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې شاوخوا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې شامل ول.