په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيوو چارو وزير، امير خان متقي د ترکمنستان له بهرنيوو چارو وزير رشيد مرادووف سره ملاقات کړی دی.
د طالبانو د بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې نن وويل چې دواړو چارواکو د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګېس پروژې د نلليکې کارونه وکتل.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو غاړو د وېزو او ټرانسپورټ په برخه کې هم د اسانتیاوو پيدا کولو ژمنې تکرار کړې.
دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت په وخت پيل شوې وه چې مقصد یې له ترکمنستان څخه، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګېس رسول دي.
خو د ۲۰۲۱ کال مخکې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بریدونو او ځينو نورو وجو یې کارونه د ځنډ ښکار وو.
خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې تر حکومت نيولو وروسته، طالبانو ويلي چې د هغې پروژې تر څنګ به نورې سیمه ييزې پروژې هم سر ته رسوي.