د کابل اوسېدونکي وايي د سړک پراخونې لپاره د کور نړول ورته ستونزمن دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل کې د طالبانو حکومت د نويو سړکونو جوړولو او د زړو هغو د پراخولو ځينې پروژې پیل کړې دي. خو د کابل اوسېدونکي وايي چې د طالبانو لخوا ورته د هغو ودانيو د ړنګولو امر شوی چې له سړک سره نیږدې دي. دوی زیاته کړې ده چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې د کور ړنګولو لپاره مزدور ونیسي او یا نوی کور جوړ کړي. بلخوا د طالبانو حکومت دعوه کوي چې د کور او ځمکې په بدل کې خلکو ته معاوضې ورکوي. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډيو جوړ رپوټ.