امریکا په ایران کې د فردا راډیو د یو پخواني خبریال زنداني کول غندلي

رضا ولیزاده د ۲۰۲۴ز کال د سېپټېمبر پر ۲۲مه ونیول شو - پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ازادې اروپا راډيو د فارسۍ څانګې (راډیو فردا) پخواني خبريال رضا ولیزاده ته د ۱۰ کلن بند سزا ورکول "غندلې" او د هغه د "سمدستې خوشې کېدو" غوښتنه يې کړې ده.

مشال راډیو هم د ازادې اروپا راډیو څانګه ده. د امریکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د ډېسېمبر پر ۱۷مه فردا راډیو ته وویل چې د ایران حکومت په پرله پسې ډول په هغه هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې "د ګواښونو، تهدیدونو، توقیفونو، جبري اقرارونو" او د خبریالانو پر وړاندې "د تاوتریخوالي د کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي تر پښو لاندې کړې ده."

د هغو عدالتي اسنادو له مخې، چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه د خبريال وکيل ته استول شوي او وروسته د ازادې اروپا راډیو هم لیدلي، د تهران انقلابي عدالت ولیزاده "له دښمن حکومت سره د همکارۍ" په تور محکوم کړی دی.

رضا ولیزاده، چې د امريکا او ايران دواړو تابعيت لري، تر یوې لسیزې دندې وروسته د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې له فردا راډیو څخه استعفا وکړه. هغه د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته ستون شو خو د سېپټېمبر پر ۲۲مه ونیول شو.

د ازادې اروپا راډیو مشر او اجراییوي رييس سټیفن کپوس هم د ولیزاده د خوشې کېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې پر هغه لګېدلي تورونه، د هغه محکومېدل او ورته شوې سزا "غیر عادلانه" ده.