ولسمشر زېلېنسکي وايي چې یوازې امریکا او اروپا په ګډه د اوکراین جګړه درولای شي

ولسمشر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر ۱۸مه په برسلز کې د ناټو له مشر سره د لیدو پر مهال خبریالانو ته معلومات ورکوي.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د نوي حکومت جوړولو بهیر روان دی، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې یوازې د اوقیانوس بحر د سیمو ترمینځ اتحاد (ټرانس اېټلانټېک الاینس) په اوکراین کې جګړه درولای او سوله پر ځای کولای شي.

د نوموړي اشاره د امریکا او اروپا اتحاد ته وه چې د اوقیانوس سمندر دواړو خواوو ته پراته دي.

ولسمشر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر ۱۹مه پر داسې مهال په برسلز کې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره ګوري چې داسې اندېښني دي چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ښايي په جنورۍ کې د واک تر سمبالولو وروسته له کییف سره د امریکا له ملاتړه په شا شي.

ټرمپ د انتخاباتي کیمپېن پر مهال ویلي ول چې که بیا سپینې ماڼۍ ته ورسېد نو د اوکراین او روسیې جګړه په ۲۴ ساعتونو کې پای ته رسولای شي.

ولسمشر زېلېنسکي ويلي: "زه فکر کوم چې امریکا او اروپا په ګډه د [روسيې ولسمشر ولاديمير] پوتين مخه نیولای او اوکراین خوندي کولای شي."

په برسلز کې غونډه په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین ښارونه او بېخبنا په دوامداره توګه د روسیې د بې پیلوټکه الوتکو او توغندیو تر بریدونو لاندې دي او د دې ترڅنګ د د وسلو او سرتېرو له کمښت سره مخامخ د اوکراین پوځ د هغه هېواد په ختیځ کې د روسیې د چټک پرمختګ د مخنیوې په ترڅ کې له زیاتېدونکو مشکلاتو سره مخامخ دی.