د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي طالبان دې رسنۍ خپل کار ته پرېږدي

د افغان خبریالانو یوه غونډه. (انځور: ارشیف)

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر طالبانو غږ کړی چې د ارزو شخصي ټيليويژن ۷ خبریالانو تر خوشې کولو وروسته د هغوی په خلاف جوړې کړې قضيه پای ته ورسوي.

مرکز د دیسمبر پر ۲۱مه وويل، چې هغه خبریالان په دې ضمانت خوشې شوې چې له کابله به نه ووځي او يوه اونۍ وروسته به عدالت ته حاضريږي.

د طالبانو امر باالمعروف وزارت د دیسمبر پر شپږمه وويل چې هغه ټيليويژن یې د غیراخلاقي سيريالونو د خپرولو له وجې بند کړی او چلوونکي خبریالان یې نيولي دي. خو طالبانو د خپلې هغې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر طالبانو غږ کړی چې هغه ټيليويژن دې بې له شرطه خپرونو ته پريږدي او رسنۍ دې نه خاموشوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې تر حکومت نيولو وروسته ګڼې خپلواکې رسنۍ بندې کړې دي، پر ځينو نورو یې بندیزونه لګولي او په بېلابېلو وختونو کې یې ځيني خبریالان نيولي دي.