امریکا وايي په یمن کې یې د حوثيانو مهم ځایونه ویشتلي دي

Mideast Yemen U.S

امريکا د دسمبر پر ۲۱مه وويل چې د یمن په پلازمېنه کې یې د ياغيانو تر ولکې لاندې اهداف ویشتلي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د حوثي ياغيانو توغول شوی میزایل د اسراييلو په تجارتي مرکز، تل ابیب کې ۱۶ کسان ژوبل کړل.

د امریکې د پوځ مرکزي قوماندې په يو بیان کې وويل چې په نښه شويو ځایونو کې د ياغيانو د ميزايلو ساتنځای او د قوماندې او کنټرول يو مرکز شامل دی.

د ایران ملاتړ لرونکيو یاغیانو د شنبې په ورځ د برید ذمه واري منلې وه او ويلی یې وو چې د "دښمن اسراييل د يو پوځي هدف" ویشتلو لپاره یې بيلېسټېک ميزايل توغولی دی. د اسراييلو پوځ ويلي وو چې دوی نه وو توانيدلي چې هغه ميزايل معلوم کړي.

په غزه کې له يو کال زياتې مودې راهیسې پيل شوې جګړې راهیسې، حوثیانو په بیا بیا د فلسطينيانو د ملاتړ لپاره د اسراييلو په خلاف میزايل ويشتلي دي. خو اکثره هغه ميزايل هدف ته تر رسېدو دمخه له منځه وړل شوي.