پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۶۵ ته رسېدلی

د ډېسېمبر پر ۱۶مه روغتياپالان په پېښور کې يو ماشوم ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې په بلوچستان صوبه کې يو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره سږ کال په هغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۵ ته رسېدلی دی.

هغې ادارې پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د ډېسېمبر پر ۲۴مه د بلوچستان په قلعه عبد الله ضلع کې د يو ماشوم د وینې په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی.

اداره زياتوي چې سږ کال په قلعه عبد الله کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر اووه ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سيند کې کې ۱۸، ۱۸ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د پوليو مخنيوي پروګرام د ډېسېمبر له ۱۶مې بيا د ډېسېمبر تر ۲۲مې پورې له بلوچستان پرته د پاکستان په نورو سيمو کې د پوليو اووه ورځنی واکسيني کيمپېن تر سره شو.

د بلوچستان د پوليو ادارې چارواکي وايي، په هغه صوبه کې به د پوليو ځنډېدلی واکسيني کيمپېن د ډېسېمبر له ۳۰مې پيلېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د تېرو دوو کلونو پر مهال د هېواد د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.