ملګرو ملتونو د پاکستان پر حکومت د ادریس خټک د خوشې کولو غږ کړی

د ادريس خټک د خوشې کولو لپاره فعالان په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره کوي ـ د ۲۰۲۳ز کال د نومبر ۱۳مې انځور

د ملګرو ملتونو یو شمېر څېړونکو د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې د بشري حقونو لپاره کارکوونکی ادریس خټک دې خوشې کړي.

په بیان کې ویل شوي دي چې تر پينځو کلونو زیاته موده وشوه چې ادریس خټک په ښکاره په ناقانونه توګه په بند کې ساتل شوی دی.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه په خپاره شوي دې بیان کې غوښتنه شوې ده چې د پاکستان حکومت دې په سمدستي او غیر مشروط ډول ادریس خټک خوشې کړي.

د ملګرو ملتونو د څېړونکو دې ډلې ویلي دي چې پر ادریس خټک د بند پرمهال په تورن ډول ظلمونه شوي او د هغه بشري حقونه تر پښو لاندې شوې دي.

ادریس خټک د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې پوځ نیولی وو او بیا ورته پوځي عدالت د یوې پټې مقدمې په ترڅ کې د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د ۱۴ کلونو د بند سزا اورولې وه.

د پاکستان پوځ پر هغه د غدارۍ تور پورې کړی وو خو د خټک وکیل او کورنۍ دا تور رد کړی دی او وايي چې هغه تر نیول کېدو وړاندې په هغه هېواد کې د لادرکه کړل شویو کسانو پر یو لېسټ برابرولو کار کاوه.

د ادریس خټک لور تاليې خټک د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې مشال راډيو ته ویلي ول چې پلار یې "جاسوسي نه بلکې د بشري حقونو" په اړه څېړنې کولې چې "جرم نه دی."