روسيې د کرېسمېس پرمهال د اوکراین د انرژۍ بېخبنا زیانمنه کړې

د اوکراین د بیړنیو خدمتونو د ادارې مامورین په دنیوپروپیتروڅک سیمه کې د انرژۍ په بېخبنا د روسیې د توغندي په واسطه لګېدلی اور مړ کوي: انځور ډېسېمبر ۲۵، کال ۲۰۲۵م

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د کرسمس پرمهال د روسیې هوايي بریدونو په دنیوپروپیتروڅک سیمه کې د انرژۍ بېخبنا اغیزمنه کړې او لکونه کسان یې په سخته یخنۍ کې پرېښې دي.

د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د ډېسېمبر په ۲۵مه له بریده وروسته په یو بیان کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په قصدي توګه د برید لپاره کرسمس غوره کړ. د نوموړي په وینا مسکو په ټول اوکراین کې د بجلۍ د نظام خرابولو پسې راخیستې ده.

زېلېنسکي وړاندې وویل، د کرېملېن ځواکونو د بېلېسټېک هغو په ګډون له ۷۰ زیات توغندي توغولي او له ۱۰۰ زیات ډرون بریدونه یې ترسره کړي دي. هغه دا هم وویل چې د کرسمس د خوشالو په موقع دا ډول کړنه یو غیرانسانۍ اقدام دی.

په ورته وخت کې، د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د هغوی ځواکونو د انرژۍ په مهمو ساحو باندې لوی برید ترسره کړی چې د اوکراین د "پوځي- صنعتي کمپلېکس" ملاتړ کوي. وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د برید هدف ترلاسه شوی او ټول تاسیسات زیانمن شوي دي.

بلخوا په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له بریدونو وروسته د اوکراین لپاره د نوي ملاتړ او د نورو مرستو وړاندیز کړی دی. نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۵مه په یو بیان کې وویل چې د کرسمس په لومړیو ساعتونو کې، روسیې د اوکراین په ښارونو او د انرژۍ په مهمو زېربناوو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لړۍ پیل کړه. د نوموړي په وینا د دې برید موخه د ژمي په اوږدو کې تودوخې او برېښنا ته د اوکراین د خلکو لاسرسی تړل او د بجلۍ نظام له خطر سره مخامخ کول دي.

بایډن وویل چې دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې چې اوکراین ته د وسلو استولو لړۍ ته دې دوام ورکړي او امریکا به د روسیې د ځواکونو په وړاندې د دفاع په برخه کې د اوکراین د دریځ د پیاوړي کولو لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې وکړي.