فرخنده اسد وايي پښتنې نجونې بايد خبريالي هم وکړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې فرخنده اسد مېلمنه کړې ده. فرخنده اسد د مشال راډيو له لومړيو خبريالانو يوه ده. هغې په مشال راډيو کې د بېلا بېلو راپورونو جوړولو تر څنګ د پښتنو ښځو لپاره ځانګړې اونيزه خپرونه جوړوله. نوموړې وايي نورې پښتنې نجونې هم بايد د خبريالۍ ډګر ته راشي. فرخنده د خيبر پښتونخوا د مردان د ټکر کلي ده او له پېښور پوهنتونه يې په سياسياتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. نوموړې له مشال راډيو سره د شاوخوا ۱۵ کلونو کار کولو وروسته خپله دنده پرېښوده. فرخنده وايي مشال راډيو يې په ژوند کې مثبت بدلون راوست او تل به يې يادوي. بشپړه مرکه واورئ.