بلدیاتي استازو د فنډونو او اختیاراتو د ترلاسه کولو په موخه پېښور کې مظاهره وکړه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پېښور په جناح باغ کې د احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې له صوبايي حکومت نه د فنډونو او اختیاراتو غوښتنه وکړه. دوی همدا رنګه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته پرلت هم وهلی دی. د بلدیاتي حکومت ځینو استازو مشال راډیو ته وویل، درې کاله وشول چې ټاکل شوي خو نه دفترونه ورکړل شوي، نه څوک ورته فنډونه جاري کوي او نه یې هم تنخا اخیستې ده.
د بلدیاتي استازیو د تازه احتجاج په اړه صوبايي حکومت لا څه نه دي ویلي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې راپور کې: