د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان روسیې ته سفر کوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ـ انځور له ارشیفه.

د ایران او روسیې دولتي رسنیو د ډېسېمبر پر ۲۶مه راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د جنورۍ پر ۱۷مه روسیې ته سفر وکړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د ماسکو لپاره د ایران سفیر کاظم جلیلي له خولې ویلي چې ولسمشر به د جنورۍ پر ۱۷مه روسیې ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمینځ د همکارۍ یوه لوظنامه هم لاسلیک کړي.

روسیه او ایران دواړه د غربي هېوادونو لخوا تر سختو مالي بندیزونو لاندې دي. دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې په ډېرو برخو کې دوه اړخیزه همکاري زیاته کړې ده.

غربي هېوادونه په ایران تور پورې کوي چې د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره روسیې ته وسله ورکوي. د دې باوجود چې په جګړه کې د ایراني ډرونونو د کارولو پراخه شواهد موجود دي، تهران دغه تورونه ردوي.