امیر خان متقي د سوریې د بهرنیو چارو له وزیراسعد حسن الشیباني سره خبرې کړې دي

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي. (انځور: ارشیف)

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر اسعدحسن الشیباني سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

امیرخان متقي په دې ټیلفوني تماس کې الشیباني ته د سوریې د باندنیو چارو وزیر د ټاکل کېدو په خاطر مبارکي ویلې او د سوریې د نوي حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ دریځ یې ستایلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر پر ۲۷مه په دې اړه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د سوریې د انتقالي حکومت د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او سوریې ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او د دواړو هیوادونو پلاوي له یو بل سره وویني.

د طالبانو حکومت په داسی حال کې د بشار الاسد د رژیم د پرزېدو او د احمد الشرع په مشرۍ د ځواکونو د واک ته رسیدو ملاتړ کړی چې دغو ځواکونو په سوریه کې ښځو ته د کار او زده کړو په شمول د ازادیو د ورکولو ژمنه کړې ده.

خو طالبانو ښځې د زده کړو او کار په شمول له ټولو لومړنیو بشري حقونو محرومې کړي دي.