جنوبي کوریا: الوتکه کې د وژل شویو شمېر۱۷۷ ته ورسېد

د ډېسمبر پر ۲۹مه د جنوبي کوریا په مون نړیوال هوایي ډګر د جیجو ایر له الوتکې لوګي خیژي.

د جنوبي کوریا په هوایي ډګر په الوتکه کې د اور لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۷۷ کسان وژل شوي دي.

اسوشیټیډ پریس د ډېسېمبر پر ۲۹مه د جنوبي کوریا د بیړني دفتر په حواله ویلي دي چې د ژغورنې کارکوونکو د مون ښار په هوایي ډګر کې د جیجو ایر هوايي شرکت له مسافر وړونکې الوتکې څخه ځینې مسافر راایستلي دي.

ویل شوي چې په الوتکه کې ۱۸۱ کسان سپاره ول او له بنکاک څخه ستنېدله چې په میدان کې د ښکته کېدو په مهال له رن وی (ځغاست لیکې) څخه ووتله.

اېسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانسونه د چارواکو په حواله وايی چې په پېښه کې لږترلږه ۱۷۷ کسان وژل شوي دي او د الوتکې د عملې دوه غړي ژغورل شوي دي. د دې هېواد د ټرانسپورټ وزارت وايی چې دا په تېرو درې لسېزو کې په دې هېواد کې د الوتکې د غورځېدو تر ټولو لویه پېښه ده. تر دې وړاندې په ۱۹۹۷ز کال کې هم د جنوبي کوریا مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوې وه چې پکې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د دې هېواد پلټونکي د الوتکې د غورځېدو په اړه څېړنې کوي.